تبليغاتX
سمسور افغانستان
YouTube | English | لمړي مخ | بريښناليک | انځورتون | انتخاباتی انځورونه | مرکی | آرشيف |

 د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواشيني پيغام

نيټه: ۲۱/۱/۲۰۱۲
کابل - افغانستان

په خواشيني سره مو خبر واخيست چې د هېواد د پياوړي فرهنګی کورنی یو غړی ارواښاد عزیزالله باوری ځوانی مرګ سو.

د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د ارواښاد د مړيني په مناسبت د دوي محترمي کورني په خاصه توګه الحاج محمد جان باوری، پوهنوال استاد محمد رسول باوری، حاجی محمد امین باوری او پتمنی کورنی او دوستانو ته د خواشيني مراتب څرګندوي او دوي ته تسليت وائي.

د لوي خداي (ج) د دربار څخه ارواښاد ته جنت الفردوس او ټولو دوستانو ته جميل صبر غواړي.

په درنښت
الحاج غرزي خواخوږی
د ټولني مشر

ليکوال: الحاج غرزي خواخوږی | نيټه: 2012/1/21 | ټول ليکنه |

۲۰۱۲ زیږند نوی کال مو مبارک

ليکوال: الحاج غرزي خواخوږی | نيټه: 2012/1/2 | ټول ليکنه |

د ارواښاد غمزده د مړینی په اړوند د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی د خواشینی پیغام

نیته: ۲۵/۹/۱۳۹۰ - ۱۶-۱۲-۲۰۱۱

په خورا خواشینی سره مو خبر ترلاسه کړ چی د هیواد نامتو شاعر او سندرغاړی رحیم غمزده د سرطان د ناروغی له عمله د ۷۵ کالو په عمر نن د جلال آباد په روغتون کی د دی فانی نړی څخه سترګی پټی کړی.

ارواښاد رحیم غمزده د خپل ژوند ډیر کلونه د هیواد د موسیقی او هنر په خدمت کی د ډیرو رنځونو او ربړونو سره تیر کړل او د ځان څخه یی ښه او د قدر وړ ادبی او هنری اثار و ولس ته په میراث پری ایښی دی.

د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنه د ارواښاد رحیم غمزده مړینه یوه لویه هنری او کلتوری ضایعه بولی، ارواښاد ته د لوی خدای (ج) د دربار څخه مغفرت، کورنی او دوستانو ته یی جمیل صبر غواړی.

په درنښت
الحاج غرزی خواخوږی
د ټولنی مشر

ليکوال: الحاج غرزي خواخوږی | نيټه: 2011/12/16 | ټول ليکنه |

لویه جرگه: عنعنۀ کهن کشور

 

 جرگه در تاريخ باستانی افغانستان از آريانا کهن تا امروز نقش عمده در تصميم گيری ملی و اجتماعی را داشته که تمام مسايل ذات البينی،  قبيلوی و موضوعات مربوط به تعين سر نوشت و نظام سياسی و امور مهم اداری کشور با در نظر داشت مشوره،  انديشه ها و اشتراک فعال تمام طبقات ملت، حل و فصل ميگرديد.

به قول محقيقين تاريخ (۵۰۰۰) سال قبل از امروز در عهد و يدی آريانا نخستين جرگه هاتشکيل گرديده بود و جرگه های مشهور آن زمان عبارت از (سبها) و (سميتی ) بود.

سبها در قريه جات برای حل مسايل کوچک در محلات معين با اشتراک زنان و مردان داير ميگرديد که تصاميم جرگه نقش اجرای داشته و برای مردم بدون قيد و شرط قابل اجرأ بود.
سميتی جرگۀ بزرگ قومی بود که در آن صرف بزرگان اقوام، عيان، شاعران و رهنمايان مذهبی بشمول بادشاه اشتراک ميورزيدند. در پهلوی اتخاذ تصاميم مهم کشوری، بادشاه نيز در سميتی انتخاب ميگرديد.

با افتخار بايد گفت که جرگه ها در عصر آريانا ممثل شرايط بوده که قبل از افکار و انديشه های ارسطو و ايجاد سيستم پارلمانی در جهان پنداشته ميشود.
بعد از ظهور دين مقدس اسلام در افغانستان جرگه ها بحکم آيت مبارکۀ ( و امرهم شوری بينهم ) تقويت يافته و شکل عقيدۀ مذهبی و ملی را بخود گرفت.

جهت تنظيم حيات ملی در افغانستان لويه جرگه های متعدد دايرگرديده که مشهور ترين آنها عبارت اند از:
۱:- لويه جرگه کوکران کندهار (۱۷۰۵ م ) که در آن ميرويس خان هوتکی بحيث قاعد ملی انتخاب گرديد.
۲:- لويه جرگه شير سرخ کندهار (۱۷۴۷ م) که احمد شاه بابا درانی بحيث بادشاه افغانستان انتخاب شد.
۳:- لويه جرگه اولين نظام نامۀ اساسی ( قانون اساسی سال ۱۹۲۳ م) در عصرسلطنت غازی امان اﷲ خان.
۴:- لويه جرگه تعديل در قانون اساسی (۱۹۳۰ م ) در عصر سلطنت اعلحضرت محمد نادر شاه.
۵:- لويه جرگه قانون اساسی جديد (۱۹۶۴ م) در عصر سلطنت اعلحضرت محمد ظاهر شاه.
۶:- لويه جرگه تصویب قانون اساسی (۱۹۷۷م) نظام جمهوری  محمد داؤد خان.
۷:- لويه جرگه تصویب قانون اساسی (۱۹۸۷ م) نظام جمهوری دیموکراتیک دکتور نجيب اﷲ.
۸:- لويه جرگه اضطراری (۲۰۰۲ م) که حامد کرزی بحيث رئیس ادارۀ انتقالی اسلامی انتخاب گرديد.
۹  :-لویه جرگه تصویب قانون اساسی (۲۰۰۳ م) جمهوری اسلامی افغانستان تحت رهبری حامد کرزی.
۱۰ :-لویه جرگه عنعنوی افغانستان (۲۰۱۱ م) جهت مشوره روی پیمان همکاری های ستراتیژیک افغانستان با ایالات متحدۀ امریکا و بحث روی پروسه و پالیسی صلح.

جرگه ها در جامعه افغانی پايۀ اساسی قانون گزاری و تصميم گيری پنداشته شده که ملت تصاميم آن را پذيرفته و لويه جرگه ها را با صلاحيت در تعين سرنوشت خويش ميدانند.

تاريخ افغانستان بهترين آزمونگاه برای ملت بوده و بنابر رویداد های تاريخی و انتباه از گذشته بايد برای برقراری روابط منطقی بين اقوام تلاش بخرچ دهيم تا زمينه برای موفقیت هرچه بشتر پروسۀ دیموکراسی، قانونیت، ثبات و صلح تأمین، روابط با کشور های خارجی و عقد قراردادهای طویل المدت با جهانیان بر اساس منافع ملی افغانستان تنظیم  گردد.

مراجعه به آرای ملت از طریق جرگه ها مظهر دیموکراسی بوده و است

 

ليکوال: الحاج غرزي خواخوږی | نيټه: 2011/11/16 | ټول ليکنه |

  

ليکوال: الحاج غرزي خواخوږی | نيټه: 2011/11/4 | ټول ليکنه |

په افغانستان کي د ډیموکراسۍ بهير

 

د ښاغلي غرزي خواخوږی د ليکنو ټولګه چاپ سوه!

(په افغانستان کي د ډیموکراسۍ بهير) د ښاغلي غرزي خواخوږی يوولسم اثر دئ چي دوويشت عنوانه ليکني پکښېکي په ١٨٤ مخونو کي د زرو ټوکو په شمېر د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني لخوا چاپ سوئ دئ .

 

 

څنګه چي ښاغلى  غرزى خواخوږى يو باخبره، دقيق او زړور سياستوال او سياستپوه دئ، په دغو ليکنو کي يې هم خورا جالب موضوعات په خورا زړورتيا او ژورتيا څېړلي، ښه توضيحات، ښې تبصرې، ښه وړانديزونه او ډېر پټ رازونه يې وړاندي کړي.

د ښاغلي خواخوږی د ليکنو په دغه ټولګه کي د هيواد د روانو حالاتو، تېر تاريخ، راتلونکي او نورو موضوعاتو تر څنګ پخپله د ليکوال دريځ هم مطالعه کېدلاى سي چي تر ډېره د يوه زړور نقاد دريځ دئ، په افغاني ټولنه کي چي دا مهال د ولس چوپتيا او بې خبري ددې سبب سوېده چي ټولي ګټي يې يواځي د بعضي کړيو او اشخاصو په منګولو کي پاته سي او د هيواد سياسي حالات هم د نامعلومو او نا مطلوبو تاريکيو پر لور ځي نو!  ددغسي نقادانو موجوديت خورا مهم او ګټور دئ او لوستې يا مسووله طبقه د هيواد د ملي ګټو د ملاتړو نقادانو ملاتړې ده او له همدې ارزښته د ښاغلي غرزي د مقالو دا ټولګه د ټولو په بيابيا لوستلو ارزي او له نيکه مرغه په انګلېسي ژبه هم ترجمه سوېده، چي پښتو چاپ يې اوس د لوستونکو دپاره چمتو او تر پلورنځايونو رسېدلې ده.

"ملګرى"

 

د صدارت څلور لاره، د علامه حبيبي کتاب لوی پلورنځي، د ګرځند شمير ٠٧۰٠٢٨٩٥٧٧

ليکوال: الحاج غرزي خواخوږی | نيټه: 2011/10/14 | ټول ليکنه |

د ارواښاد ننګ "داودزي" د مړينۍ په مناسبت د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواشينی پيغام

 نيټه: ٤-١٠-٢٠١١ /١٢-٧-١٣٩٠
کابل - افغانستان

په ډېري خواشينی سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد د مطبوعاتو يو سابقه لرونکي، ليکوال او فرهنګي شخصيت ښاغلي حبيب الرحمن ننګ "داودزي" د هېواد څخه دباندي په کډوالي ژوند کې د آلمان د بوخوم په ښار کې د دي فاني نړي څخه سترګي د ابد دپاره پټي کړي.

 

ارواښاد ننګ "داودزي" چې د هېواد په چاپي خپرونو کې د مسؤل چلونکي او د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مختلفو څانګو کې د آمر او کارکوونکي په صفت هېواد ته راز راز فرهنګي خدمتونه تر سره کړي چې په افغانستان کې د ډيموکراسۍ د لسيزي د چاپي خپرونو په بهير کې په ښه توګه ونډه ترسره کړي وه.

د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د ارواښاد ننګ "داودزي" مړينه يوه فرهنګي ضايعه بولي، د ټولني مشرتابه او ټول غړي په دغه ماتم کې د دوي د درني کورني سره ځان شريک ګڼي.

د لوي خداي (ج) د دربار څخه ارواښاد ته جنت الفردوس او د درني کورني و ټولو غړو ته ېي د تسليت مراتب وړاندي کوي او دوي ته د جميل صبر او زغم هيله مند دي.

روح دي ښاد وي

غرزي خواخوږی
د ټولني مشر

 

ليکوال: الحاج غرزي خواخوږی | نيټه: 2011/10/5 | ټول ليکنه |

د هېواد نوميالي ليکوال، ديپلومات، سياستپوه او څيړونکي ارواښاد محمد نادر ايوبي کندهاري د مړيني له کبله د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواشيني پيغام

 نیټه: ١٤/٩/٢٠١١ - ٢٣/٦/١٣٩٠
کابل - افغانستان

په ډېري خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد نوميالي ليکوال، پخواني ديپلومات، نامتو سياستپوه او پياوړي څيړونکي الحاج محمد نادر ايوبي کندهاري د ٨١ کالو په عمر د امريکا په متحده ايالاتو کې د دي فاني نړي څخه سترګي پټي کړي.

ارواښاد ايوبي په کندهار کې زيږيدلي، خپلي لمړني او منځني زده کړي ېي په کندهار او کابل کې بشپړ کړي، د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي د ديپلوماسي د څانګي څخه ليسانس ترلاسه کړي او په ١٣٤٢ کال کې د امريکا د متحده ايالاتو د هارورډ د پوهنتون څخه د سياسي علومو په برخه کې ماستري تر سره کړي وه.
ارواښاد ايوبي د ٢٠ کالو په شاوخوا د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت لخوا په بيلو، بيلو هېوادونو کې د آتشي، سکرتر او جنرال قونسل په توګه ديپلوماتيکي دندي ترسره کړي وي او په ډېرو نړيوال کنفرانسو کې د افغانستان استازيتوب کړي ؤ.
ارواښاد ايوبي په هېواد کې د مقدس جهاد د پيل څخه بلفعل په جهاد کې ګډون کړي او هم د کويټي په ښار کې د الجهاد روغتون او روزنيز مرکز مؤسس وو او د افغانستان د کډوالو په خدمت کې پاته سوي ؤ.
خداي بخښلي ايوبي ډېر ښه ليکوال او څيړونکي هم وو چې د ژوند تر پايه پوري ليکني کولي او د ارزښت څخه ډک علمي، فلسفي، عقيدتي او ټولنيز څه کم شل آثار ېي پاته سوي چې د اسلام، سياسي نظريات او اقتصادي نظريات د ټولو څخه مشهور دي.
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني ټول غړي پداسي حال کې چې د ارواښاد ايوبي کندهاري مړينه د هېواد علمي، سياسي او فرهنګي ډګر ته لويه ضايعه بولي، په دي غم کې ځان د دوي د محترمي کورني سره شريک ګڼي، ارواښاد ته د لوي خداي (ج) د دربار څخه جنت الفردوس، محترمو د ايوبي او کرزي کورنيو او نورو خواخوږو او دوستانو ته جميل صبر غواړي.

روح دي ښاد وي

په درنښت
الحاج غرزي خواخوږی
د ټولني مشر

ليکوال: الحاج غرزي خواخوږی | نيټه: 2011/9/14 | ټول ليکنه |

د کوچني اختر د رارسيدلو په مناسبت
 د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني پيغام

 ڼيټه: ٧/٦/١٣٩٠ | ٢٩/٨/٢٠١١
کابل - افغانستان

 تر هرڅه د مخه د کوچني اختر د رارسيدلو په مناسبت د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د مشرتابه پلاوي او ټولو غړو لخوا د زړه له کومي مبارکي او نيکي هيلي د افغانستان د اسلامي جمهوريت ولسمشر ښاغلي حامد کرزي، د دولت لوړپوړي چارواکو، د افغانستان مظلوم ولس او په ټوله نړي کې مسلمه امت ته وړاندي کوؤ او د لوي خداي (ج) د دربار څخه و ټولو مسلمانانو ته خوشحاله، نيکمرغه او ښه اختر غواړو.

 ګرانو هېوادوالو!
د روژي مبارکه مياشت د خداي تعالي (ج) لخوا مسلمانانو ته د ازمويني او مقاومت مياشت ده چې مسلمانان د خپل نفس د کنټرول سره خپل استطاعت او غښتلتوب د نورو اديانو پيروانو ته ښئ او پر خداي (ج) باندي په کامل ايمان او اطاعت سره د برکت، رحمت او د فضيلت مياشت د حضرت محمد رسول الله (ص) د سنتونو په سر ته رسولو سره خپل ديني وجايب ترسره کوي.

 خو په خواشيني سره زموږ په ګران افغانستان کې د روژي په مبارکه مياشت کې د اسلام د دښمنانو لخوا د ناوړه اعمالو لکه انتحار او انفجار په ترسره کولو سره يو تعداد بي ګناه او معصوم ملکي خلګ شهادت ته رسيدلي او يا ټپيان سويدي چې د ولس کرکه ېي پارولي ده. ولس په اوسنيو شرايطو کې تر هرڅه مخکي سوله، پخلايني او ښه امنيت ته سترګي په لار دي.

 ګرانو هېوادوالو!
راځي چې بيله دي چې څوک استثنا و ګڼو د سولي او پخلايني د پاره چټک ګامونه پورته کړو او د افغانستان د ملي يووالي، ښه حکومت داري او امن د پاره هلي ځلي وکړو.

 د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه يو وار بيا د نړي ټولو مسلمانانو او په ځانګړي توګه و افغان ربړيدلي ولس ته د کوچني اختر مبارکي وړاندي کوي او د اختر خوشحاله او نيکمرغه شيبي ورته غواړي.

هره ورځ مو اختر – اختر مو بختور

په درنښت
الحاج غرزي خواخوږی
د ټولني مشر

ليکوال: الحاج غرزي خواخوږی | نيټه: 2011/8/29 | ټول ليکنه |

د خپلواکی د ٩٢ کليزی په وياړ د خواخوږی د ادبی او کلتوری ټولنی پيغام

 نيټه: ٢٧\٥\١٣٩٠ -  ١٨\٨\٢٠١١
کابل - افغانستان

 

آزاد پيــــدا يــــــو پـــــه هـــــيڅ وخـــت کـــــــې اسارت نه منو
ســـــــــــــــــر او مــــــــــــال دواړه جـــــارؤ ژوند د ذلـت نه منو
مـــــــــوږ خپــــلی ويــــنی تــــــــويـــوؤ د ننګ ناموس په لارکې
پرپت مو مـــــرګ هر آن دی خـــوښ، خــــو پست همت نه منو
استاد "خواخوږی"

د هـــر څـــه مخـــکی د انګـــريزانو څخــه د هــېواد د خپلــواکی د تــــرلاسه کولو ٩٢ کليـــــزه د خواخوږی ادبـــــــی او کلتـــوری ټولنـــی مشرتابه او ټول غړو لخوا د افغانستـــــان اسلامـــی جمهوریت ولسمشـــر ښاغلـــی حـــامد کـــرزی، د دولت مشرتابه اوګرانو هېوادوالو ته د وطن دننه او د نړی په ګوټ ګوټ کې مبارکی وايو.

د اتلسمی پيړی په پای او نولسمی پيړی په پيل کې انګريزانو د سوند او انرژی موادو ترلاسه کولو په پلمه د هند نيمی وچی سيمه تر خپلی ولکی لاندی کړی او بيا ېی پر افغانستان هم يرغل وکړ چی افغان بيوزلی ولس د خپلی اسلامی جذبی او ملی احساساتو له مخی د دريو لويو جګړو سره مخامخ او د نړی لوی ښکيلاکګرو ته چی په توپ او د هغه وخت په مدرن وسلو سمبال وه ماته ورکړل او د لوی برطانيی ستره امپراطوری ېی د نړيدو سره مخامخ کړه.

د برطانيی د (١٨٧٩) کال د باندنيو چارو وزير لارد ليټن هغه خبره چی په هند کې و خپل وايسرای ته ليکی وه چي: "له دی وروسته افغانستان د يوه هېواد په توګه موجوديت نسی لرلی...د انګليسی قواوو لخوا پر افغانستان پوځی پرغل بايد دومره دوام وکړی چی افغان ملت د انګليس اطاعت سره عادت پيدا کړی او د انګريزی امپراتوری په زور پوه سی."، په اوبو کې لاهوسوه.

لارد ليټن په دی نه پوهيدی چی يو مظلوم ملت په وږی نس، تش لاسونو او لڅو پښو د لوړ همت او غيرت لرونکی او په اسلامی او ملی غرور سمبال هيڅ کله د مرئيتوب ژوند ته غاړه نده ايښی او نه ئی ايږدی.

په (١٩١٩) کال کې د هېواد ستر اتل اعلحضرت غازی امان الله خان د افغانستان خپلواکې رسماً اعلان او بيا د انګريزانو لخوا په رسميت وپيژندل سوه خو ښکيلاکګر د هغه ورځی څخه لا تر اوسته په آرامه ندی ناست، کله د روس ښکيلاک او کله د نړيوال تروريزم او ګاونډيانو لخوا په مختلفو نومونو او رنګونو د آزاد افغانانو په پاکی خاوری تيری سوی چی په اسلام او وطن مينو غازی مجاهدينو لخوا ورته خوله ماتونکی ځوابونه ورکړل سوی دی او په دغه وروستی لسيزه کې د تروريزم او ترهګرو سره د مبارزی لپاره د نيمی نړی هېوادونو پوځيان بيا افغانستان ته راغلي، د دی پر ځای چی د تروريستانو اصلی پټنځايونو او ځالو ته ولاړ سی زموږ د بی دفاع او غم ځپلی افغانانو په وژلو بوخت دی او د ځينو بهرنيو سياست والو او هېوادونو تمه دا ده چی په زموږ ګران هېواد افغانستان کی د فدرالی سیستم د رامنځته کولو سره افغانستان وويشی "تجزيه کړي" خو ارواښاد استاد بينوا څه ښه ويلی دي:

 

څــو چی پــاتـی يـــو افغـان وی – تل به دا افغانستان وي
تل د وی افغان ملت – تل دی وی افغان ملت ملی وحدت

هو!

ښکيلاکګر چی په هری پلمی او هيلی دغی پاکی خاوری ته راغلی دی بايد پوه سی چی د اتلسمی پيړی د لاردليټن او شلمی پيړی د بريژنيف غوندی د دوی خوبونه به هم لاهو سی. افغانان د هری پيښی په مخ کې يو دی او په ملی يووالی سره د بهرنيانو په مقابله کې ګډون کوی.

په وطن مينو افغانانو!

ښکيلاکګرو تل مدام د افغان ملت تر منځ د بی اتفاقی او تاوتريخوالی تخم کرلی دی خو ويښ افغانان بايد پوه سی چی زموږ شتون او بقا په ملی يووالی کې ده.


که تــه وای چی زه يـم، زه وايم چــی زه يم - نــه به ته ېی نه به زه يم
که ته وای چی ته ېي، زه وايم چی ته ېی – هم به زه يم هم به ته ېي

ګرانو هېوادوالو!

د تاريخ د دغه نازکو شيبو په دَرکولو سره بايد خپل ملی يووالی او هم ږغی ټينګه کړو، د خپلو نيکونو په شان خپله پاکه خاوره د ښکيلاکګرو څخه وساتو او مظلوم ولس د بی ځايه وژنو څخه وژغورو.

د ملی ولسواکي، خپلواکی او ملی يووالی د ساتنی په هيله

 تل دی وی خپلواکی اوملی يووالی

 الحاج غرزی خواخوږی
د ټولنی مشر

ليکوال: الحاج غرزي خواخوږی | نيټه: 2011/8/18 | ټول ليکنه |